د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د لوړو زده کړو وزارت د درېیم ستراتیژیک پلان د تدوین کمېټې راپور واورېد

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۲:۵۷
ل

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د لوړو زده کړو وزارت د درېیم ستراتیژیک پلان د تدوین کمېټې راپور واورېده او د دې پروسې د چټکتیا په موخه يې د کمېټې غړو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین  نور احمد دروېش د کمېټې د راپور له اورېدو وروسته وویل چې دغه پلان يې د وزارت له بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دی او بشپړتیا يې د لوړو زده کړو وزارت د ټولو پروګرامونو په پرمخ وړلو کې اړینه ده.

هغه همداراز کمېټې ته لارښوونه وکړه چې د چارو د لا ښه توب په موخه؛ په ځانګړو برخو کار وکړي او راتلونکې جلسې ته خپل راپور وړاندې کړي. د لوړو زده کړو وزارت د پلان پالیسۍ او تقنین د ريیس پوهنیار بري مبارز په وینا  د درېیم ستراتیژیک پلان په اړه مشخصې کمېټې د دې کمېټې د بېلابېلو برخو په اړه تر دې مهاله په منظمه توګه خپلې چارې ترسره کړې دي.

په پام کې ده د کمېټې غونډې په منظمه او پرلپسې توګه په اونۍ کې یو ځل جوړې شي او د پرمختیاوو له پروسې څخه يې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو د معینیت مقام ته راپور ورکړي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱۰
Background image

د پوهنتونو لابراتوارونو فعالولو لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې له افتاء او قضاء څانګې څخه ۷۱ فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تاسو به د خپل مسلک اړوند قضاء، افتاء او نورو علمي برخو کې کار کوئ او زیاته یې کړه: «په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۷:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کندهار پوهنتون طب پوهنځي په فراغتغونډه کې د ګډون او وینا سربېره د سترې محکمې له قضایي مرستیال او د جنوب لویدیځ زون د تمیز له عمومي رئیس سره هم لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو په فراغتغونډه کې وویل، چې اسلام موږ ته د علم پر حاصلولو او زیاتوالي امر کړی دی. . .

BACK TO NEWS