د کمال خان بند د پرانیستنې جشنوارې ته د چمتووالي په موخه غونډه وشوه

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۲:۸
ل

د کمال خان بند پرانیستنې جشنوارې ته د تیاري په پار نن د لوړو زده وزارت علمي معین په مشري غونډه وشوه.

په دغه ناسته کې د عدلیې، اطلاعاتو او کلتور، حج او اوقافو، کرنې او مالدارۍ، سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو او همدارنګه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ریاست، د افغانستان علومو اکاډمي، کابل ښاروالۍ، د چاپېریال ساتنې ملي ریاست، د اوبو د تنظیم ملي ادارې، د اوبو څېړنې او چاپېریال ساتنې ملي مرکز، د المپیک ملي ریاست، د کرکټ بورډ ادارې او د ځینو نورو اړوندو ادارو استازو ګډون کړی وو.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ښکېلو ادارو د پوره تیاري او لازیاتې همغږۍ د اهمیت په اړه وینا وکړه او ویې ویل، چې لوړو زده کړو وزارت په خپلو تحصیلي بنسټونو کې نوی درسي کال د (زموږ اوبه زموږ ابروه ده) په شعار پیل کړ او په دې اړه د علمي مقالو راټولول په ډېرې چټکۍ دوام لري.

په دغه ناسته کې ټولو ګډونوالو خپل عملیاتي پروګرامونه تشرېح کړل او د کمال خان بند د پرانیستنې په جشنواره کې یې د برخې اخیستلو او کار کولو ډاډ ورکړ. هغه پروګرامونه چې په نننۍ ناسته کې یې په اړه خبرې وشوې او نظریات پکې ورکړل شول، د کب تر ۲۴مې بشپړېږي. په دغه ناسته کې په دې هم خبرې وشوې چې د کمال خان بند پرانیستنه به په ملي شور او ځوږ، د موسیقۍ پروګرامونو، مشاعرو، نقاشیو، وزلوبې، فوټبال او نورو زیاتو مینوالو لرونکو لوبو سره پیل او د دولتي او نورو رسنیو له لوري به خپرېږي.  

د یادولو ده چې د لوړو زده کړو په حوزه کې د استادانو او محصلینو له لوري (اوبه د افغانستان په ملي حیات کې) او همدارنګه د کمال خان بند د ارزښت په اړه  ۱۱ مقالې تیارې شوې او دغه پروسه دوام لري.

د غوره مقالو لپاره نغدي جایزې او  ستاینلیکونه په پام کې نیول شوي دي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۵:۵۱
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۳۷
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د یاد کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ 

 

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» د لوړو زده کړو، وزیر شیخ الحدیث. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

BACK TO NEWS