د لوړو زده کړو وزیر د اففانستان امریکایي پوهنتون نوي مشر سره ولیدل
د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر نن ماسپښین د ۱۳۹۹ کال د کب په ۲۳مه د افغانستان امریکایي پوهنتون له نوي مشر ډاکټر لان بیکفورډ سره تعارفي ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د افغانستان امریکایي پوهنتون مشر د لوړو زده کړو وزیر ته د دغه پوهنتون د فعالیتونو او ښوونیز پروګرام په اړه معلومات ورکړل.
د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د هېواد د لوړو زده کړو خصوصي او دولتي بنسټونو علمي او اکاډمیکو پروګرامونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان امریکایي پوهنتون د هېواد ځوانانو ته د تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه ځای لري.
همدارنګه په دغه ناسته کې د هېواد پوهنتونونو تر منځ د تجربو شریکولو، ګډو څېړنو، محصل محوري سیسټم ته پام، ظرفیت لوړولو او ګڼو نورو علمي او اکاډمیکو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.