د بلخ پوهنتون علمي کادر بست خبرتیا

Publish Date
Closing Date
Location
بلخ
د بلخ پوهنتون په ۱۴۰۰ کال کې د دویم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د دوکتور او ماسټر په کچه نوي علمي کادر ته اړتیا لري:
پوهنځی: شرعیات
ډیپارټمنټ: اسلامي ښوونې، یو بست
داوطلبان دې د ۱۴۰۰ کال د زمري له (۷مې) تر (۱۷مې) نېټې پورې په علمي کادر کې د شمولیت غوښتنپاڼه، د نومرو اصل ټرانسکرېپټ، د لوړو زده کړو وزارت له وېبپاڼې څخه د دغې خبرتیا کاپي او د خپلې پېژندپاڼې له کاپي سره یوځای اړوند پوهنتون ته وسپاري.