د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۴ - ۱۵:۱۹
ھ

۱۴۰۰  کب ۴ مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل.  
په دغه ليدنه کې د کندهار پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر محمد زکريا اميرزاده، علمي مرستیال پوهنمل شېرشاه رشاد، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی فيض الله قاضي زاده، مالي او اداري مرستيال انجينر محمد ناصر نيکزاد، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د کندهار پوهنتون مسؤلانو ته په خپلو خبرو کې وویل: « پوهنتونونه دوه لوی مسؤليتونه لري، چې یو ځوان نسل ته د اسلامي اصولو، احکامو او اخلاقو ښوونه او بل د ساينسي علومو پر مټ ټولني ته د اسانتیاوو رامنځ ته کول دي.» دغه راز حقاني صاحب زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو لپاره د امکاناتو او تجهیزاتو برابرول د وزارت او د ځوان نسل روزنه د پوهنتونونو مسؤلیت دی. 
همدارنګه د کندهار پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر محمد زکريا اميرزاده د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد پوهنتون او د دغه پوهنتون کادري روغتون یو شمېر ستونزې یې له ورغلي پلاوي سره شریکې کړې او هیله یې وښوده چې لوړو زده کړو وزارت د یادو ستونزو په حل کې مرسته ورسره وکړي، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د ستونزو د حل  ډاډ ورکړل شو.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۳۵
Background image

د لوړو زده کړو مالي او اداري مرستیال د امارتي ادارو او وزارتونو د ساده کولو حمایوي پروسې په پرانیستغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په یاده غونډه کې په لوړو زده کړو وزارت کې د ساده شویو پروسو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اداري چارو ساده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

په کندهار پوهنتون کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ پاتې چارې پیل شوې 

د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت په کندهار پوهنتون کې د ٧.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ د پاتې چارو او همدارنګه د یاد پوهنځي محصلینو د عملي کارونو ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

BACK TO NEWS