د کابل ښووني او روزني پوهنتون کادري بستونه

Publish Date
Closing Date
د کابل ښووني او روزني پوهنتون د۱۴۰۰ لمريز کال له پاره په لاندې برخه کې علمي کادري بست اعلانوي او د یاد بست له پاره د دوکتورا اویا ماسټرۍ په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
۱ – د کمپیوتر ساینس پوهنځی
د معلوماتي سیستم دیپارتمنت (۱) بست
داوطلبان کولای شي د ۱۴۰۰ لمريز کال د کب (حوت) له (۹مي) نېټې د ۱۴۰۰ لمريز کال د کب (حوت) تر(۱۸) مې نېټې پورې یاد بست ته د علمي کادر له پاره د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه کاپي کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره يې دې اړوندې پوهنتون ته وسپاري.