د بامیان پوهنتون کادري بست خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
Location
بامیان
بامیان پوهنتون د ۱۴۰۱هـ ل کال کې د بیا ځلې لپاره لاندې څانګه کې د ډاکټر، ماسټر او یا لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
پوهنځی: ښوونې او روزنې
ډيپارټمنټ: پښتو یو بست
ټول په شرایطو برابر داوطلبان کولی شي، چې خپل غوښتنلیکونه له تحصیلي اسنادو او د تابعیت له تذکرې سره یو ځای د ۲۰/۱/۱۴۰۱ نېټې څخه تر ۳۰/۱/۱۴۰۱ نېټې پورې د بامیان پوهنتون، د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو امریت ته وسپاري.