د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د صحت عامې برخې د ماسټري پروګرام د نوې دورې لپاره د نوم لیکنې...
خبرتیا!
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د صحت عامې برخې د ماسټري پروګرام د نوې دورې لپاره د نوم لیکنې نېټه د ۱۴۰۱ کال، د وري د میاشتې له ۲۲ نیتې څخه شروع کیږي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي، نارینه غوښتونکي کولای شي، په رسمي وختونو کې، د طبي تحصیلاتو د پراختیا ریاست څخه او ښځینه غوښتونکې کولای شي، چې د نرسنگ پوهنځی له تعمیر ( (ED شعبې څخه د نوم لیکنې فورمې تر لاسه کړي.
د قبلېـــدو شرطونه:
1. د معالجوي طب، ستوماتولوژي، صحت عامه، نرسنګ، قابلګي، علوم متمم صحي (ټکنالوژي طبي او انستیزي) او فارمسي پوهنځیو څخه فارغ وي.
2. د معالجوی طب او ستوماتولوژي پوهنځیو د ۱۳۹۷، ۱۳۹۸، ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو (Exit Exam) آزموینه یې په بریالیتوب سره پای ته رسولې وي. (د سند درلودل حتمي دي.)
3. ډیپلوم او ترانسکریپت درلودل، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوي وي.( اصلي او د هغې رنګه کاپي)
4. د لېسانس دورې %۶۵ فیصده نمرو درلودل.
5. اصلي تذکره او دوه قطعې عکسونه.
6. په انګلیسي ژبه بلدیت( ځکه د صحت عامې د ماسټري امتحان او دهغې درسونه په انګلیسي ژبه دي.
7. د ماسټري لپاره د نوم لیکنې د فورم قیمت (۵۰۰) افغانۍ دی.
نوټ: د امتحان د ورځې او ځای ټاکلو په اړه به وروسته تاسې ته د آزموینو ملي ادارې لخوا معلومات وړاندې شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ