د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کادري بستونو اعلان!

Publish Date
Closing Date
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د دوهم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
پوهنځی: روانشناسي
ډېپارټمنټ: عمومي روانشناسي (۳) بسته. (یو بست د ښځینه او دوه بسته د نارینه استاذانو لپاره).
ډېپارټمنټ: مشورتي (۲) بسته. (یو بست د ښځینه او یو بست د نارینه استاذانو لپاره ).
پوهنځی: کمپیوتر ساینس
د معلوماتي سستمونو ډېپارټمنټ (۱) بست. (د نارینه استاذانو لپاره).
د معلوماتي ټکنالوژۍ ډېپارټمنټ (۱) بست. (د نارینه استاذانو لپاره).
ټول په شرایطو برابر داوطلبان کولی شي، چې خپل غوښتنلیکونه له تحصیلي اسنادو او د تابعیت له تذکرې سره یو ځای د ۱۷/۱۰/۱۴۴۳ نېټې څخه تر ۲۶/۱۰/۱۴۴۳ نېټې پورې د ښوونې او روزنې پوهنتون ته وسپاري.