د هېواد علمي او مسلکي کادرونه دې له نظام سره اوږه په اوږه کار وکړي.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۱۲:۴۹
WENT

یادې څرګندونې د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا په کندهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له پلاوي سره د کندهار پوهنتون د لاسته راوړنو او ستونزو د شریکولو په موخه جوړې شوې ناستې ته وکړې.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، د کندهار والي، د کندهار پوهنتون رئیس، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د دیني معتبرو جامعاتو د ثبت او ایجاد رییس مولوي اسدالله فرید د هېواد له علمي کادرونو او مسلکي اشخاصو وغوښتل چې د هېواد د ودانولو لپاره له نظام سره یو ځای کار وکړي او د هېواد د ځان بساینې په برخه کې خپل مسؤلیت اداکړي.

همدارنګه د کندهار پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر محمد زکریا امیرزاده وویل، چې کندهار پوهنتون د هېواد او خپلې ټولنې لپاره علمي او مسلکي کادرونه روزي او همدارنګه نوموړي د یاد پوهنتون یو شمېر ستونزې د لوړو زده کړو وزارت له پلاوي او د کندهار له والي سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو نړیوال کنفرانس د داخلي او بهرنیو استادانو لخوا د مقالو او طرحو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د یاد کنفرانس په پای مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ژمنه وکړه چې په دې کنفرانس کې وړاندې شوې مقالې او طرحې به له سکتوري ادارو سره شریکوي. . .

BACK TO NEWS