د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا ،ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
اسلامي علوم او فرهنګ ډيپارټمنټ (۱) بست نارینه استادانو لپاره.
کمپیوټر زده کړو ډيپارټمنټ (۱) بست ښځينه استادانو لپاره.
د کرنې پوهنځی:
اګرانومي ډيپارټمنټ (۱) بست نارینه استادانو لپاره.
د اقتصاد پوهنځی:
اداره او تجارت ډيپارټمنټ (۱) بست ښځینه استادانو لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۴۴۴/۱/۲۵ هـ ق څخه تر ۱۴۴۴/۲/۱۲ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده مؤسسې ته وسپاري.