د مهین خصوصي لوړو زده کړوموسسې علمي کادري بستونو اعلان !
Closing Date
د مهین خصوصي لوړو زده کړو موسسې د( دوییم ځل) لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ اویا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ستوماتولوژي پوهنځی:
د عمومي ډیپارتمنټ (۴) بسته.
د طبي تکنالوژي پوهنځی:
د عمومي ډیپارتمنټ (۴) بسته.
د فارمسي پوهنځی:
د عمومي ډیپارتمنټ (۸) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۸/۲/۱۴۴۴هـ ق څخه تر۲۷/۲/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده مؤسسه ته وسپاري.