د البیروني پوهنتون علمي کادري بستونو !
Closing Date
البیروني پوهنتون د ( لومړي ځل) لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د طب پوهنځی:
جراحي ډیپارتمنت (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۶/۶/۱۴۴۴ هـ ق نېټې څخه تر ۱۶/۷/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.