د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم د مړینې له امله د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام!

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۹:۴۲
dsdffdds

په ډېرې ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د ملي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۶۶ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
     إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ!
له دې امله د استاد کورنۍ، خپلوانو او د هېواد تحصیلي سکټور ته د لوړو زده کړو وزارت  له خوا د صبر جمیل غوښتنه کوم او استاد ته د الله تعالی له دربا څخه جنتونه غواړم.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر
شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS