د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د امارتي تحصیلي بنسټونو د اسلامي ثقافت استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو لپاره د دیني ـ علمي سمینار په څنډه کې د ختیځ، مرکزي او جنوب ختیځ زونونو د اسلامي ثقافت له استادانو او د دعوت او ارشاد له امامانو او مبلغینو سره

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل، چې د دې ځانګړو ناستو موخه له استادانو سره له نیږدې معرفت دی، تر څو د هغوی د تدریس مخینه، تجربې او ستونزې پخپله د استادانو له خولې واورو.
وروسته هر استاد د خپل معرفت تر څنګ، د اسلامي ثقافت په پوهنځي کې د خپل تدریس د موخې په اړه خبرې وکړې او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري لازمې لارښوونې او سپارښتنې ورته وشوې.