د لوړو زده کړو وزیر تر مشرۍ لاندې د هېواد په کچه د پوهنتونو د لیلیو د وضعیت ښه والي په موخه ناسته تر سره شوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د مرکزي لیلیو محصلانو د ستونزو د حل په تړاو د ټاکل شوې کمېټې کاري راپور واورید او لارښوونه یې وکړه، ترڅو د انټرنټ او کانتین آسانتیاوو او همدارنګه د فرهنګي او سپورټي پروګرامونو جوړولو په برخه کې د لیلیو د محصلانو غوښتنو ته عاجله رسیدګي وکړي او په لیلیو کې د محصلانو د اوسیدو د څرنګوالي طرزالعمل ژر تر ژره چمتو کړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د فرهنګي او سپورټي پروګرامونو جوړول په لیلیو کې د اوسیدلو د فرهنګ په پیاوړي کولو او د ډول ډول رواني ستونزو په مخنيوي کې اغیزمن وبلل، له اړوندو مسؤولانو یې وغوښتل تر څو د محصلانو له استازو سره یو ځای په دې برخه کې مؤثر پروګرامونه پر لاره واچوي.
همدارنګه د ناستې ګډون والو او د لیلیو د محصلانو استازو، د یادو شویو مواردو د لا ښه پلي کولو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یاد شوي وړاندیزونه د تائید وړ وبلل او په دې برخه کې یې د محصلانو او مسؤولینو ترمنځ د زیاتې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.