د کابل پولي تخنیک پوهنتون او LEAD مؤسسې تر منځ د زرو تنو افغان انجنیرانو د مسلکي روزنې هوکړه لیک لاسلیک شو.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۶:۵۴
jksdhfkjsdhkjfsd

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او LEAD مؤسسې (Linking Education Aid Development Organization) ترمنځ هوکړه وشوه، چې په پولي‌تخنیک پوهنتون کې به د دغې مؤسسې لخوا په راتلونکو دریو کلونو کې (۱۰۰۰) تنه افغان انجنیرانو ته په مختلفو برخو کې بهرني او کورني متخصصین مسلکي روزنه ورکوي.
د یادې هوکړې له مخې به LEAD مؤسسه د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې په راتلونکو دریو کلونو کې د انجنیرۍ په بېلابېلو څانګو کې (۱۰۰۰) تنو افغان انجنیرانو ته، چې (۲۰) سلنه به یې د کابل پولي‌تخنیک او د هيواد د نورو پوهنتونونو استادان او انجنیران وي، د انجنیرۍ د بېلابېلو څانګو کورني او بهرني متخصصین، نوې، عصري او د نړیوالو ستنډردونو سره سم مسلکي روزنه ورکوي او فارغینو ته به یې د انجنیرۍ نړیوال اعتبار لرونکی سند ورکړل شي.
دغه هوکړه‌ لیک د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال انجنیر عبدالرشید اقبال او د LEAD مؤسسې د رئیس محمد داود عابدي له لوري په یاد پوهنتون کې لاسلیک شو. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS