د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معین تر منځ د دوه اړخیز هوکړه لیک پر عملي چارو بحث وشو.

eshaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۱:۴۵
yrtyt

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې، په داسې حال کې چې د کابل او کابل پولي تخنیک پوهنتونونو مشرتابه پلاوي هم حضور درلود، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني او ورسره مل پلاوي سره د دوه اړخیز هوکړه لیک د عملي کولو پر څرنګوالي مفصلي خبرې وشوې. 
د یاد دوه اړخیز هوکړه لیک پر اساس، چې مخکې لاسلیک شوی، د لوړو زده کړو وزارت اړوند امارتي تحصیلي بنسټونو محصلین کولی شي، چې د کور او ښار جوړونې وزارت په پروژو کې عملي زده کړې وکړې او همدارنګه لوړو زده کړو وزارت به د خپلو پوهنتونونو په انجنیري پوهنځیو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې زمینه برابروي. 
همدارنګه په دې ناسته کې د لوړو زده کړو او ښار جوړولو وزارت معین صاحبانو خپلو اړوندو رئیسانو ته دنده وسپارله چې د یاد هوکړه لیک د موادو د تطبیق په برخه کې لازم او چټک اقدامات وکړي. 
د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د عملي زده کړو په خاطر له نورو ادارو او وزارتونو سره هم ورته هوکړې لاسلیک کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS