د کابل طبي علومو پوهنتون د انټي میکروب درملو په وړاندې د میکروبونو مقاومت په اړه لومړنی کلنی کنفرانس جوړ کړ. 

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۶:۴۸
dskjfkjsdkjfds


د کابل طبي علومو پوهنتون دغه کنفرانس د انټي بیوټیک درملو د کارونې په اړه د پوهاوي لوړولو او د انټي بیوتیک د خپلسري استعمال د زیانونو په اړه د دې بنسټ د علمي کادرونو لخوا د ترسره شویو څېړنو پایلو شریکولو په موخه جوړ شو.
 
په دې کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت ستر سلاکار مفتي محمد انور معتصم بالله خبرې وکړې هغه دا ډول کنفرانسونه په هېواد کې د طب په برخه کې د پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره مهم وبلل. 
همدارنګه د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ډاکټر مفتي اسدالله نجات هم د انټي بیوټیکونو کارول د انسان د ژوند لپاره مهم وبلل او ویې ویل چې د انټي بیوټیک درملو د استعمال په اړه باید سم پوهاوی ورکړل شي. 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د انټي بيوټيکو استعمال اغېز نه لرل په یوه ګواښ بدل شوی او خلک بايد په خپلسري او ناسم ډول د دغو درملو له کارولو په کلکه ډډه وکړي، په همدې اړه په یاد کنفرانس کې د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو له لورې څېړنېزې مقالي وړاندې شوې. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS