د خوست شیخ زاید پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !
Closing Date
شیخ زاید پوهنتون د دویم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د طب پوهنځی:
بیوشیمي ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۸/۹/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر۳۰/۹/۱۴۰۲هـ.ش پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.