د نيمروز لوړو زده کړو مؤسسې تدارکاتي خبرتیا !
![kjhkjhjksd](/sites/default/files/2023-12/whatsapp_image_2022-08-29_at_12.26.28_pm_11.jpeg)
د نيمروز لوړو زده کړو مؤسسه ټولو په شرایطو برابرو نوماندانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د نيمروز لوړو زده کړو مؤسسې کرنې پوهنځي ریاست ګلخانې جوړولو پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطنامې کاپي دې ترلاسه کړي، خپل آفرونه دې د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم د شرطنامې د شرايطو مطابق بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۱۱/۱۰/۱۴۰۲نېټې پوري د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او اداري معاونيت خدمتونو او تهیه او تدارکاتو عمومي مديریت شعبې ته وسپاري، د افر پیسې به د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو په بڼه د شرطنامې د شرطونو سره سم وي، انټرنيټي او ناوخته رسېدونکي آفرونه د منلو وړ نه دي.