د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 

ameen_admin
dkjsfhkjsdfkjsd


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د علمي پروګرامونو د پراختیا ریاست ډيجيټلي کتابتون لپاره د سرور اخېستلو پروژې قرارداد د خالد سبحان تجارتي شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (46893) دی، د افغانستان، کابل مرکز اوله ناحيه، ميوند جادې چهل متره کې د اصلي ځای درلودونکی دی، په (1,837,500) یو ميليون اته سوه اوه دېرش زره او پنځه سوه افغانيو په مجموعي قيمت، چې د داوطلبۍ شمېره يې MOHE/1402/NCB/G-49 ده، ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون څنګ کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۶:۵۱
Background image

د کابل زون د دیني علماء کرامو د عالميې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې دویم پړاو ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!


د کابل زون ټولو هغو علماء کرامو ته چې د عالميې مرحلې (ماسټري) اسنادو اروزنې تېر پړاو ازموينه ته يې نوملیکنه کړي وه، خو ګډون يې نه وي کړی او هغو علماء کرامو ته چې د ۱۴۴۵هـ ق کال د شعبان . . .

Back to announcements