د بدخشان پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
بدخشان پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲ هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی:
اداره او دیپلوماسۍ ډيپارټمنټ (۲) بسته.
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
د بیولوژي ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰/۱۱/۱۴۰۲ هـ.ش څخه تر ۳۰/۱۱/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.