د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا !
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د ( هرات، کندز، بلخ او پکيتا) ديني جامعاتو ریاستونو اړتیا وړ (۵۱) قلمه ناچاپ قرطاسيه باب تهیه او تدارک پروژې قرارداد، د ظهیر عثمان شرکت ته، چې (71079) شمېره جواز درلودونکی دی، د افغانستان، کابل مرکز،۴ـ ناحيه د صدارت څلور لاري کې موقعيت لري، په (1،085،644) یو ميليون پنځه اتیا زره څلور سوه څلور څلويښت افغانیو ورکړي. په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.