د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې سرپرست رییس شاکرالله وحیدي په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د فراه لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه.
۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۹مه
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې سرپرست رییس شاکرالله وحیدي په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د فراه لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د فراه لوړو زده کړو موسسې له مشرتابه پلاوي او استادانو سره د لیدنې پر مهال د هغوی ستونزې او نظرونه واورېدل او هغوی ته یې د اعبتار ورکونې د پروسې په اړه معلومات ورکړل او همدارنګه د فراه لوړو زده کړو موسسې فعالیتونه یې وارزول.
په مقابل کې یې د فراه لوړو زده کړو موسسې مشرتابه، د لوړو زده کړو وزارت له پلاوي څخه مننه وړکړه او ویې ویل، چې د دغه تحصیلي بنسټ د معیاري کولو او زده کړیالانو ته د غوره تحصیلي زمینې برابرولو په برخه کې هڅه کوي. دغه راز هغوی په فراه کې د لوړو زده کړو وزارت له ځانګړي استازي مولوي نورالحق مظفري څخه د مننې تر څنګ وویل، چې ښاغلي مظفري د ا.ا.ا له بریا مخکې او ورسته د فراه لوړو زده کړو موسسې لپاره ډېر خدمتونه کړي، چې د ستایلو وړ دي.
د پلاوي غړو د یاد تحصیلي بنسټ له پوهنځيو او ورزشي جمنازیوم څخه لیدنه وکړه او د چارو د ښه والي په موخه یې خپل نظرونه وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د فراه ولایت غرجستان او ابو نصر پوهنتونونو ته ولاړل او د دغو پوهنتونونو مختلفې برخې یې وکتلې.