د کابل پولي تخنیک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا

مجهول (لم يتم التحقق)

Publish Date

Closing Date

د کابل پولي تخنیک پوهنتون ټولو هغو په شرایطو پوره دواطلبانو ته بلنه ورکوي، چې په داوطلبانه توګه د یاد پوهنتون د ۱۳۹۹ کال د محصلینو د لیلیې د پخلنځي او د اداري او تدریسي شعباتو د ګرمولو لپاره د۵۴۶۸۰ کیلو مایع ګاز داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطپاڼې نقل دې په وړیا ډول په فلش یا ډیسک کې تر لاسه کړي.داوطلبان دې خپل افرونه د شرطپاڼې د قانون او تدارکاتود طرزالعمل سره سم په تړلې بڼه د اعلان خپرېدو نيټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د سهار په لسو بجو د کابل پولي تخنیک پوهنتون شپږمې لیلیې لومړي پوړ ښې لاس دهلیز کې، مالي او اداري معاونیت دفتر ته وسپاري. د افر تضمین د نقدې پیسو یا بانکي تضمین په بڼه د شرطپاڼې سره سم وي. د ټاکلي شوي نیټې څخه وروسته رسیدلي او انټرنیتي افرونه د منلو وړ نه دي.

نو له هغه شرکتونو، دولتي موسسو، تصدیو او خصوصي متشبثینو څخه چې د یاد تړون غوښتونکي وي خپل غوښتنلیکونه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تهیې او تدارکاتو آمریت او د پنځمې لیلیې (۳۰) شمیرې د خدماتو اتاق ته وسپاري.