د زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې د لومړي ځل لپاره د کیفیت لوړولو یو ورځنی سیمینار دایر شو.

Akmal_admin
ثلاثاء, مايو 17 2022 10:53 صباحا
قی

1443/10/16

1401/02/27

د زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې د لومړي ځل لپاره د کیفیت لوړولو یو ورځنی سیمینار دایر شو.

ياد سيمينار د زابل د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې د تضمين کیفیت او اعتبار ورکولو کميټې غړي پوهنیار بشیر الله دانشيار لخوا چې وړاندې یې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د تضمين کیفیت او اعتبار ورکولو رياست څخه په ياده برخه کې زده کړه کړې وه ترسره شو، او د اعتبار ترلاسه کولو په لارو چارو يې مفصل معلومات وړاندې کړل.

همدا راز د زابل ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس روح الله مشال د کيفيت لوړاوي او د اعتبار اخيستنې پروسې په ترسره کولو تاکيد سربېره وويل، چې دې ته ورته سيمينارونه بايد دوام ومومي.

په دې سيمينار کې علمي مرستيال، مالي او اداري مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، د ديپارټمينټونو آمرينو، استادانو او ددې مؤسسې کارکوونکو ګډون درلود.

Latest news

أحد, مارس 31 2024 10:44 صباحا
Background image

التقی في مكتبه، النائب الشؤون المالية والإدارية بوزارة التعليم العالي مع رئيس قسم الطوارئ في منظمة الصحة العالمية الدكتور محمد تاهون.


مولوي حافظ محمد حامد حسيب نائب المالية والإدارة بوزارة التعليم العالي، كما حضر رئيس جامعة كابول للعلوم الطبية ومستشفى علي أباد التعليمية، تحدث مع رئيس قسم الطوارئ بمنظمة الصحة العالمية. . .

BACK TO NEWS