لوړو زده کړو وزارت د تبدیليو د کمیسیون خبرتیا

مجهول (لم يتم التحقق)

په دولتي او خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو کې د لیسانس دورې تبدیلي غوښتونکي کسان باید لاندې ټکو ته پام وکړي:

۱ - د تبدیلۍ د لایحې سره سم د تبدیلي لپاره ټاکل شوی وخت یواځې د مرغومي او سلواغې میاشتې دي.

۲ - د تبدیلي د مراحلو د طی کولو لپاره غوښتنلیک ته اړتیا نشته بلکې محصلین د تبدیلي لپاره له اړوندو دولتي پوهنتونو او یا د خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو لپاره د خصوصي محصلینو د چارو له ریاست څخه ځانګړی فورم لاسته راوړي.

۳ - په یوه پوهنتون کې له ېوې څانګې څخه بلې څانګې ته او یا له یوه پوهنتون څخه بل پوهنتون ته تبدیلي کول مجاز نه دی.

۴ - د نارینه محصلینو تبدیلي یواځې له ورځنیو برنامو څخه دشپې برنامو ته او یا له شپې برنامو څخه شپې برنامو ته د پوهنتونو د موافقې په صورت کې تر سره کیږي.

۵ - د ښځينه محصلینو تبدیلي له یو ولایت څخه بل ولایت ته د هغه کال د کانکور د معیاري نُمرې د پوره کولو او د پوهنتونو په موافقې سره طی مراحل کیږي.

۶ - مرکز او یا ولایتونو ته د ښځینه محصلینو تبدیلي چې د هغه کال د کانکور معیاري نُمره یې نه وې پوره کړي د شرعي نکاح خط په لیدو او یا د هغې د کورنۍ د متکفل په تبدیلي د تبدیلي د معتبرو اسنادو په لیدو د هغې ادارې د لومړي کس په امضاء او د اړوندو پوهنتونو د موافقې سره سم طی مراحل کيږي.

۷ - د مرکز له پوهنتونو څخه د ولایاتو پوهنتونو ته تبدیلي کول د پوهنتونو د موافقې په صورت کې مجاز ده.

۸ - د یو تحصیلي سمسټر پای ته رسول یا د تأجیل اخیستل او د تحصیل د ادامې د حق درلودل له یو پوهنتون څخه بل پوهنتون ته د تبدیلي له شرایطو څخه ګڼل کیږي. 

۹ - د تبدیلیو موافقه د اړوندو پوهنتونو له صلاحیت څخه ده او محصلین باید د پوهنتون د موافقې له کبله  د لوړو زده کړو وزارت ته مراجعه و نکړي.

۱۰ - د معلولو او یا د صعب العلاجه محصلینو په هکله د معتبرو اسنادو له وړاندې کولو وروسته به د تبدیلي کمیسیون پریکړه کوي. 

۱۱ - له خصوصي پوهنتونو څخه دولتي پوهنتونو ته تبدیلي کول مجاز نه دي.

 ۱۲ - له دولتي پوهنتونو څخه خصوصي پوهنتنونو ته د محصلینو تبدیلي به د تبدیلي د لایحې سره سم طی مراحل کیږي.

د تبدیلۍ له ټولو غوښتونکو څخه غوښتنه کیږي تر څو د هغو تبدیلیو په هکله چې له پورتنیو مواردو او د تبدیلیو له لایحې سره توپیرولري د لوړو زده کړو وزارت ادارو ته دې مراجعه نه کوي.