د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم صاحب د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست له کارکوونکو سره لیدنه وکړه.

ameen_admin
ثلاثاء, يناير 24 2023 5:53 صباحا
gdsdgdgsdsg

دغه ناسته چې د یاد ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په پیل کې د ریاست ټولو کارکوونکو خپل ځانونه معرفي کړل. 
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: زموږ د ټولو موخه د اسلام مبارک دین او هېواد ته خدمت کول دي او زیاته یې کړه چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي. هغه ټینګار وکړ چې د علماء کرامو او د ا.ا.ا مجاهدینو د اسنادو په ارزونه او طی مراحلو کې دې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
د غونډې په پای کې د دیني جامعاتو او  تخصصاتو عمومي رئیس مولوی سیف الدین حماد د علماء کرامو او مجاهدینو د اسنادو ارزونې او طی مراحلو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل، همداراز یې په دې برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د ستونزو د حل په موخه د همکارۍ ژمنه وشوه. غونډه په دعا سره پای ته ورسیده. 

Latest news

أحد, مارس 31 2024 10:44 صباحا
Background image

التقی في مكتبه، النائب الشؤون المالية والإدارية بوزارة التعليم العالي مع رئيس قسم الطوارئ في منظمة الصحة العالمية الدكتور محمد تاهون.


مولوي حافظ محمد حامد حسيب نائب المالية والإدارة بوزارة التعليم العالي، كما حضر رئيس جامعة كابول للعلوم الطبية ومستشفى علي أباد التعليمية، تحدث مع رئيس قسم الطوارئ بمنظمة الصحة العالمية. . .

BACK TO NEWS