د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم صاحب د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست له کارکوونکو سره لیدنه وکړه.
دغه ناسته چې د یاد ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په پیل کې د ریاست ټولو کارکوونکو خپل ځانونه معرفي کړل.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: زموږ د ټولو موخه د اسلام مبارک دین او هېواد ته خدمت کول دي او زیاته یې کړه چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي. هغه ټینګار وکړ چې د علماء کرامو او د ا.ا.ا مجاهدینو د اسنادو په ارزونه او طی مراحلو کې دې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
د غونډې په پای کې د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس مولوی سیف الدین حماد د علماء کرامو او مجاهدینو د اسنادو ارزونې او طی مراحلو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل، همداراز یې په دې برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د ستونزو د حل په موخه د همکارۍ ژمنه وشوه. غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.