د قرارداد د ورکولو پریکړې عامه خبرتیا

مجهول (لم يتم التحقق)
ا

Publish Date

Closing Date

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې په اساس، ټولو ته خبر ورکول کیږي،چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د مایع ګاز یو ډول د تهیې او تدارک قرارداد چې  د وزارت د  مرکز شعباتو اړتیا وه، د عثمان حبیب لوژستیکي خدمتونو محترم شرکت ته چې د (۶۱۵۰۹) جواز شمیرې لرونکی، پته: دریم پروان، ۴ ناحیه، کابل مرکز، کابل چې د کم له کمه مجموعي قیمت (۱۳۰۰۰۰۰) یو میلیون او دری سوه زره مبلغ افغانیو او د حداکثر مجموعي قیمت(۱۴۳۰۰۰۰) یو میلیون او څلور سوه دیرش زره مبلغ افغانیو په قیمت ورکړي.

حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر رنګ اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض ددې اعلان له نشره تر ۷ تقویمي ورځو په کتبي بڼه د هغه له دلایلو سره یو ځای د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدراکاتو قانون د پنځوسمې مادې په اساس وړاندې کړي.

دغه خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوي نیټې او د وروستیو قانوني مراحلو تر طی کولو پورې به و نه تړل شي.