د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، د کاتب خصوصي پوهنتون او د قلبي، صدري او عایي ناروغیو انستیتیوت څخه

۱۴۴۳/۱۱/۱۲
۱۴۰۱/۳/۲۱
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، د کاتب خصوصي پوهنتون او د قلبي، صدري او عایي ناروغیو انستیتیوت څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د کاتب خصوصي پوهنتون له مسؤلانو او محصلانو سره د لیدنې پر مهال، د علم د ارزښت او همدارنګه د علم د تر لاسه کولو د حکمت په اړه خبرې وکړې او په یاد پوهنتون کې یې د دعوت او ارشاد د پروګرامونو پر عملي کولو ټينګار وکړ.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د قلبي، صدري او عایي ناروغیو انستیتیوت مسؤلانو او ډاکټرانو ته د خپلو خبرو په جریان کې له هغوی وغوښتل، چې د ناروغانو د درملنې او محصلانو د روزنې په برخه کې خپله دیني او انساني وجیبه په احسن ډول سرته ورسوي.