د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د خصوصي محصلانو چارو رئيس سيد اسماعيل روحاني په مشرۍ فاریاب ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت یاد پلاوي د فاریاب ولایت له مرستیال سره د دغه ولایت د تحصيلي بنسټونو په معياري کولو او پیاوړتیا ترڅنګ د سېمه ييزې ادارې د ملاتړ او څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.
یاد پلاوي همداراز په دغه ولایت کې د لوړ زده کړو وزارت په تحصیلي برخه کې د پراختیایي او اصلاحي پلانونو په تطبيق کې د همکاریو وکړه.
د فاریاب ولایت مرستیال د لوړو زده کړو وزارت څخه پلاوي د سفر قدردانی وکړ او د لوړو زده کړو وزارت د پروژو او پروګرامونو د تطبيق په برخه کې یې د لازمو اسانتیاوو رامنځته او همکاريو ډاډ څرګند کړ.