د (ننګرهار) سپين غر خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي-څېړنيز ملي کنفرانس لپاره د مقالو غوښتنې خبرتیا!

ټاکل شوې، د سپین غر خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه «په افغانستان کې د روغتیایي سیستم خدمتونو ته کتنه: ستونزې، فرصتونه او حل لارې» تر عنوان لاندې ملي علمي ـ څېړنیز کنفرانس دایر کړي.
نو د هېواد له ټولو امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، کارپوهانو او اړونده ادارو څخه په درنښت هيله کيږي، چې په ياد کنفرانس کې د ګډون په موخه د کنفرانس د محورونو اړوند خپلي علمي ـ څېړنیزې مقالې په لاندې ادرس راولېږي.
