د هرات پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
هرات پوهنتون څلورم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتور، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د طب پوهنځی؛
• داخله ډيپارټمنټ (عمومي داخله مضمون) (۳) بسته.
• جراحي ډيپارټمنټ ( غوږ او ستوني مضمون) (۱) بست.
• جراحي ډيپارټمنټ(نسايي ولادي مضمون) (۱) بست.
• جراحي ډيپارټمنټ ( ماشومانو جراحي مضمون) (۱) بست.
• هستوپتالوژي ډيپارټمنټ ( هستوپتالوژي مضمون) (۱) بست.
• ماشوم ډيپارټمنټ( ماشومانو مضمون) (۲) بسته.
• ماشوم ډيپارټمنټ(پوستیکي مضمون) (۱) بست.
• ماشوم ډيپارټمنټ(رادیولوژي مضمون) (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۸/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۷/۱/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.