د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې له لوګر لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه

eshaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Hshjejdklllm

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د یادې مؤسسې څخه د لیدنې تر څنګ، په هغه غونډه کې چې د لوګر ولایت والي، د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې رهبري پلاوي، د لوګر ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، دیني علماء کرامو، د یادې مؤسسې استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون درلود، د دیني او عصري زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې.

 

لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه: « په عصري زده کړو سره په هېواد کې روغتیایي، اقتصادي او نور تحصیلي پرمختګونه منځ ته راځي او هېواد به له خپلو شته مادي او طبیعي امکاناتو څخه د ښې هوساینې څښتن شي.»

 

نوموړي همدا راز ځوانان د نن ورځې محصلان او د سبا ورځې امیران، وزیران، معینان، والیان، رئیسان او نور لوړ رتبه مسؤلین یاد کړل او پر استادانو یې غږ وکړ، چې د خپلو محصلانو علمي، مسلکي فکري او عقیدوي روزنې ته پوره پام وکړي. 

 

وروسته د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني هم په خپله وینا کې د عصري او دیني علومو پر زده کړې او سالم فکر جوړونې ټینګار وکړ او پر محصلانو یې غږ وکړ، چې د تېرې جمهوري ادارې له کړنو او ناخوالو دې سالمې تجربې واخلي.

 

همدارنګه د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي ضیاءالاحمد صارم د لوړو زده کړو وزارت له رهبري څخه په مننې د دغې مؤسسې دری کلنې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې او غوښتنې د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې. 

 

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې د تحصیلي بنسټونو او دیني جامعاتو او تخصصاتو، مسؤلینو،استادانو، فاضلانو، محصلانو او د غونډو ټولو ګډونوالو ته د وینا پر مهال د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت د نوي قانون او د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تطبیق او عملي کېدو په اړه اړینې سپارښتنې او توصیې وکړې.

 

نوموړي په ټولو ناستو کې استادانو او محصلانو ته د یاد قانون د پابندۍ په اړه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: چې مونږ او تاسو ټول باید د شرعیت په تطبیق او عملي کېدو کې له اولینو او سابقینو څخه واوسو، ځکه چې دا یو شرعي او اسلامي قانون دی.

 

۱۴۴۶ هـ.ق د ربیع الثاني ۲۰ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د عقرب ۲

۲۰۲۴م د اکتوبر ۲۲ مه

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۳:۲۲
Background image

اطلاعیه

لیست ها به لینک ذیل:

 

هرات

 

فراه

 

نیمروز

 

غور

 

بادغیس

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۵۶
Background image

فراخوانی مقالات

تفصیل محور های اصلی و فرعی در لینک ذیل است:

www.mohe.gov.af/sites

بازگشت به اطلاعیه ها

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۹
Background image

ورکشاپ پنج روزه پیرامون «رهبری پیشرفته پوهنتون» برای هیئت رهبری پوهنتون های امارتی مرکزی، جامعات دینی و شفاخانه های تدریسی برگزار شد.

 

شیخ ضیاء الرحمن الاریوبی معین علمی وزارت تحصیلات عالی در مراسم افتتاحیه ورکشاپ یاد شده گفت که مسوولین باید به مسوولیت های شان متوجه باشند و برای انجام بهتر مسوولیت های شان پلان های. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۶:۲۴
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی، به مسوولان ریاست‌ های مرکزی و پوهنتون ‌های امارتی در راستای تقویت هرچه بیشتر نظام تحصیلی، هدایات‌ و توصیه‌ های لازم کرد.

محترم شیخ ‌الحدیث مولوی نداء محمد ندیم سرپرست وزارت تحصیلات عالی، در تالار شورای رهبری این وزارت، در حالی که رؤسای ریاست‌ های مرکزی به صورت حضوری و مسوولان پوهنتون ‌های امارتی به گونه. . .

BACK TO NEWS