په الیکټرونیکي زده کړه ېیزه بڼه د حضوري زده کړو د بدیل طرحه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا چمتو شوې وه، د جمهور رئيس له لوري تائید او د تود هر کلي وړ وګرځيده.

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۳ - ۹:۳۲
ت

په هغه ناسته کې چې نن ورځ د ویډیویې کنفرانس له لارې د هیواد جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني سره تر سره شو، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په دې برخه کې د جمهوري ریاست له مقامه د مننې په ترڅ کې، د یاد شوي ماډل طرحې په هکله چې د کابل او پولي تخنیک پوهنتونو استادانو په وسیله چمتو شوې وه معلومات وړاندې کړل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: «اوسنی حالت په هیواد کې په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو په برخه کې یو لوی ناورین دی خو که چیرې همدغه حالت سم مدیریت شي، کیدای شي چې په یو ښه فُرصت بدل شي.»
هغه زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت او د تحصیلي بنسټونو استادانو ددغه حالت له پیله، په هیواد کې په انفرادي بڼه له معلوماتي ټیکنالوژۍ او ټولنیزو رسنیو څخه په ګټې اخېستنې له خپلو محصلانو سره درسې اړېکو ته دوام ورکړی خو د تدریس له بهیر څخه څارنه یو څه ستونزمن دي.

پوهنمل بالاکرزي وویل چې له دې طرحې څخه موخه، سخت حالات په یو زده کړه ېیز فُرصت بدلول، د حضوري صنفونو په نه شتون کې د الیکټرونیکي زده کړو تطبیقول، د محصلانو لپاره د سالمې او ګټورې بوختیا رامنځته کول او له ټیکنالوژیکي وسایلو څخه په استفادې سره د زده کړه ېیزو خدمتونو وړاندې کول دي.
هغه د دې زده کړه ېیز ماډل د ګټو په هکله وویل: «ددې ماډل په پراختیا کې له آزاد کوډ (Open source) څخه ګټه اخېستل شوې ده او په ډېره آسانې سره کیدای شي له هغه څخه ګټه واخېستل شي. نوموړي زیاته کړه چې دغه ماډل د ویډیویې کنفرانس، د موبایل اپلیکېشن، له رسمي ژبو څخه د ګټې اخېستنې وړتیا، مدیریتي سیسټم، راپور ورکولو او د ارقامو او د تحصیلي سیسټم ټولو اړتیاوو ارزولو لکه کورنۍ دنده، آزموینې، حاضري او نورو ټولو زده کړه ېیزو برخو لرونکی دی چې کولای شي (۱۷۰) تحصیلي بنسټونه تر پوښښ لاندې را ولي.»

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په وینا د هیواد د اوسنیو حالاتو په نظر کې نیولو سره په لومړي قدم کې به د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د (۵۰۰) زرو په شاوخوا کې محصلانو له جملې څخه، (۵۰) سنله ددې زده کړه ېیز ماډل څخه ګټه پورته کړي. او ددې تر څنګ تحصیلي بنسټونو ته لارښوونه شوې ده چې هغه ډله محصلانو ته چې انټرنيټ او برېښنا ته لاسرسي نلري له بدیلو کړنلارو څخه په ګټې اخېستنې سره د هغوی لپاره درسي مواد چمتو کړي.
نوموړي همدارنګه د جمهوري ریاست له عالي مقامه وغوښتل تر څو د تحصیلي بنسټونو د محصلانو لپاره د ارزانه انټرنیټ او فزیکي درسي موادو چمتو کولو په برخه کې مرسته وکړي.

وروسته د هیواد جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د حضوري زده کړو د بدیل طرحې له چمتو کولو د ستاینې په ترڅ کې هغه د تائید وړ وګرځوله او د هغې پلي کول یې یوه جدې اړتیا وګڼله.
جمهور رئيس وویل: «دا د هیواد د علمي ټولنې لپاره یوه ډېره د خوښۍ خبره ده او موږ غواړو چې د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې فکري ګروپونه او فکري ملکیتونه را منځته کړو.»

جلالتمآب محمد اشرف غني ددې زده کړه ېیز ماډل له لارې د (۲۵۰) زره تنه محصلانو تر پوښښ لاندې راوستل د هیواد په لوړو زده کړو نظام کې یو لوی ګام او د یو انقلاب پیل وباله او ویې ویل: که موږ وتوانیږو چې د دومره شمیر محصلانو تدریسي ستونزه حل کړو، په راتلونکې کې به هغه ته لا زیات پراخوالی ورکړو. نوموړي زیاته کړه چې د استادانو یو بل ټیم دې د هغو محصلانو لپاره د تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو په څرنګوالي کار وکړي چې انټرنیټ او برېښنا ته لاسرسی نلري.

جلالتمآب جمهور رئیس وویل چې لوړو زده کړو وزارت دې د محصلانو لپاره ددغه زده کړه ېيز ماډل د تطبیق او د انټرنیت او فزیکي درسي توکو چمتو کولو په برخه کې د بودیجې طرحه جوړه کړي تر څو عملي اقدامات ترسره او په تخنیکي برخه کې به د احصائیې او معلوماتو ملي اداره مرسته وکړي.

جمهور رئیس همدارنګه له لوړو زده کړو وزارت او د تحصیلي بنسټونو له استادانو وغوښتل چې د معارف او نورو برخو کې هم خپلې طرحې وړاندې کړي.

په دغه ناسته کې همدارنګه د دولتي محصلانو چارو رئیس احمد مسعود لطیف رای ددې طرحې د تخنیکي موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

اعلان نتایج امتحانات مراحل عالیه وعالمیه

به تمام علمای کرام ولایت‌های غور، دایکندی و بدخشان که در امتحانات شش ‌روزه مراحل عالیه و عالمیه ماه شوال سال ۱۴۴۶هـ.ق اشتراک کرده و موفق شده‌اند، اطلاع داده می‌شود که می ‌توانند نتایج . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۶:۰
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد پروژه تدارک 243 قلم ادویه جات مورد ضرورت آمریت پولی کلینیک و امور صحی وزارت تحصیلات عالی:

    بدین وسیله به تأسی ازفقره (2) ماده چهل و سوم قانون . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۱۰
Background image

اعلان برنده گی

 

تاریخ اعلان: ۰۳/۰۷/۱۴۰۴  

تاریخ ختم اعلان: ۱۰/۰۷/۱۴۰۴

عنوان: در رابطه به پروژه تدارک قرطاسیه باب بابت سال مالی ۱۴۰۴ پوهنتون تعلیم وتربیه کابل

شماره دعوتنامه داوطلبی: MOHE/KEU . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۵:۱
Background image

وزیر تحصیلات عالی طی گردهمایی بزرگی در پوهنتون هرات، با استادان، محصلان و کارمندان این پوهنتون دیدار و سخنرانی نمود.

 

در گردهمایی یاد شده رئیس شورای علماء، رئیس امر بالمعروف و نهی از منکر، هیئت رهبری پوهنتون هرات، هیئت رهبری پوهنتون‌های خصوصی ولایت هرات، استادان و جمع کثیری از محصلان شرکت کرده بودند. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۳۷
Background image

وزیر تحصیلات عالی طی سفر رسمی به ولایت بادغیس، به ارزش حدود ۴۴ میلیون افغانی کار شماری از پروژه‌ها را در پوهنتون بادغیس افتتاح و در یک گرد همایی بزرگ نیز سخنرانی کرد.

 

پروژه‌ هایی که از سوی شیخ ‌الحدیث مولوی نداء محمد ندیم صاحب وزیر تحصیلات عالی در پوهنتون بادغیس افتتاح شد، شامل ساخت جاده‌ های حلقوی پوهنتون، اعمار مسجد، دیوار احاطوی، دروازه پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۴:۴۳
Background image

پوهنتون علوم طبی کابل از سه رشته ‌ی طبی خویش، ۲۱۴ تن داکتر را فارغ و طی محفلی با شکوه تقدیم جامعه‌ ی طبی کشور کرد.

محفل یاد شده که در پوهنتون علوم طبی کابل «ابو علی ابن سینا» برگزار شد، شیخ عبدالله سیحان معین امور محصلان وزارت تحصیلات عالی، در حالیکه شماری از مقامات بلند رتبه‌ ا.ا.ا، هیئت رهبری. . .

BACK TO NEWS