د لوړو زده کړو ښوونیز مدیریتي سیسټم (HELMS) د جلالتمآب جمهور رئيس لخوا په رسمي توګه پرانستل شو

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۷ - ۱۵:۷
b

په هغه ناسته کې چې په همدې تړاو د ویډیو کنفرانس له لارې تر سره شوه جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني،د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه او استادانو څخه چې په لږه موده او کم لګښت یې وکولای شول آنلاین ښوونیز سیسټم چمتو کړي مننه وکړه او ویې ویل: نن په افغانستان کې د ډیجیټلي تعلیم، تحصیل او اقتصاد لپاره یو فکري او تولیدي روښانه ظرفیت رامنځته شوی او موږ يې شاهدان یو.

جلالتمآب جمهور رئیس زیاته کړه: «نن لومړنی خو یو لوی قدم اوچت شوی دی او ښه راغلاست ورته وایو خو موږ منتظر پاتې کیدای نشو؛ ځکه دې ته په واضحه توګه اړتیا لرو چې د ډیجیټلي تعلیم، ډیجیټلي خدمتونو او ډیجیټلي حکومتولۍ په لورې اساسي ګامونه اوچت کړو او نویو پوهنیزو لارو څخه ګټه پورته کړو.»

جلالتمآب محمد اشرف غني وویل: «تر دې دمخه زموږ تحصیلي نظام معیاري او متوازن نه و خو نن ورځ دادی د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د ښه مدیریت او د ګرانو استادانو د زحمتونو له برکته د متوازنو زده کړو زمینه برابره شوې ده او زموږ محصلان په ټول هیواد کې په دې توانیدلي دي چې هغو درسي توکو ته چې په کابل کې لاسرسی ورته کیږي د هیواد په نورو برخو کې هم یو شان لاسرسی ورته ولري.»

جلالتمآب ولسمشر هغو زده کړه ېیزو فُرصتونو ته په اشارې سره چې په تیرو څلورو لسېزو کې موجود نه وو، وویل چې زموږ استادان او محصلان باید له دغه فُرصت څخه لویه ګټه پورته کړي او ټولې تحصیلي او تعلیمي څانګې دې له خپلو منسجمو، مرتبو او منظمو اقداماتو سره دغه پروسه تعقیب او تطبیق کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د یادې پروسې په تړاو د جمهوري ریاست د عالي مقام له ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: «نن د هیواد د لوړو زده کړو په تاريخ کې یوه ډېره مهمه او تاریخي ورځ ده چې د آنلاین زده کړو سیسټم په تطبیقولو سره، د افغانستان د لوړو زده کړو په نظام کې د الیکټرونیکي زده کړو بنسټ په رسمې بڼه اېښودل کیږي.»

هغه زیاته کړه، چې لوړو زده کړو وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د لومړنۍ پېښې له ثبت سره سم د ښوونیزو بدیلونو په اړه خپل کار پیل کړ او غوښتل یې چې یاده ستونزه په یو ښه فُرصت بدله کړي، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون او کابل پوهنتون استادانو په همت د لوړو زده کړو په ښوونیز سیسټم یې کار پیل کړ او له نیکمرغه دغه سیسټم د جلالتمآب ولسمشر لخوا حمایه او د ا.ا.ج. کابینې لخوا تصویب شو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد سیسټم او هغو فعالیتونو په اړه چې په دې برخه کې تر سره شوي وویل: ددغه سیسټم د تطبیق په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د ټولو دولتي تحصیلي بنسټونو او ۲۰ خصوصي تحصیلي بنسټونو تر منځ هکړه ليکونه لاسلیک شوي دي، د الیکټرونیکي زده کړو لایحه بشپړه شوې او ددغه سیسټم پښتو او دري ژبو ته د اړولو په موخه یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې ده، ددې تر څنګ له یاد سیسټم څخه څارنه او اروزنه په ښه دقت او آسانتیا سره تر سره کیدای شي او د هر استاد او شاګرد لپاره ځانګړې آیډي ګانې په نظر کې نیول شوې دي.

د پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په خبره، د انټرنټ د بیو راټیټولو په برخه کې له مخابراتو وزارت او اترا ادارې سره خبرې شوې دي هیله مند یو چې څومره ژر کیدای شي پایلې یې له ولس سره شریکې کړای شي.

وروسته د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي خبرې وکړې او ويې ویل، د ۲۱ پېړۍ ټکنالوژي په ځانګړي ډول په تعلیمي او تحصیلي برخو کې متفاوته ده. اوسمهال آنلاین تدریس له حضوري تدریس څخه اغېزناک ثابت شوی دی.
قیومي زیاته کړه، د الکټرونیکي سیسټم له لارې په لوړو زده کړو سره استادان او محصلان کولای شي د خپلو فعالیتونو پایلې د نړۍ د نورو هیوادونو له استادانو او محصلینو سره پرتله کړي.

په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژي سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي هم خبرې وکړې او د لوړو زده کړو د ښوونیز مدیریت سیسټم پرانېسته یې د هیواد په تحصیلي سکټور او د تحصیلي نظام د ډيجیټلي کیدو په لاره کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
د مخابراتو وزارت سرپرست وزیر وویل چې د انټرنیټ د بیو د را ټیټولو په برخه کې مو له مخابراتي شرکتونو سره خبرې کړې دي او په یو داسې سیسټم چې انټرنیټ ته اړتیا ونلري هم کار جریان لري.

د یادولو وړ ده چې تر دامهاله ۳۸ دولتي او ۱۱خصوصي پوهنتونونه او په ټوله کې (۱۴۷۵۸۹) تنه محصلان د (HELMS) په سیسټم کې راجسټر شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به د هېواد ټول پوهنتونونه وکولی شي په عملي توګه له دغه سیسټم څخه ګټه پورته کړي.

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۳:۲۲
Background image

اطلاعیه

لیست ها به لینک ذیل:

 

هرات

 

فراه

 

نیمروز

 

غور

 

بادغیس

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۵۶
Background image

فراخوانی مقالات

تفصیل محور های اصلی و فرعی در لینک ذیل است:

www.mohe.gov.af/sites

بازگشت به اطلاعیه ها

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۴:۱۳
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی ضمن اشتراک در مراسم فراغت محصلان پوهنتون غزنی، به ارزش ٣٦ میلیون افغانی، یک پروژه را افتتاح و دو پروژه ای دیگر را در آن پوهنتون به بهره‌ برداری سپرد

 

محترم شيخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم سرپرست وزارت تحصیلات عالی طی سفر رسمی خويش به ولایت غزنی ضمن اشتراک و سخنرانی در مراسم فراغت ۳۹۰ تن از پنج پوهنځی پوهنتون غزنی، به ارزش ٣٦. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۹
Background image

ورکشاپ پنج روزه پیرامون «رهبری پیشرفته پوهنتون» برای هیئت رهبری پوهنتون های امارتی مرکزی، جامعات دینی و شفاخانه های تدریسی برگزار شد.

 

شیخ ضیاء الرحمن الاریوبی معین علمی وزارت تحصیلات عالی در مراسم افتتاحیه ورکشاپ یاد شده گفت که مسوولین باید به مسوولیت های شان متوجه باشند و برای انجام بهتر مسوولیت های شان پلان های. . .

BACK TO NEWS