د لوړو زده کړو وزارت لپاره د دریم استراتیژیک ملي پلان د تدوین په منظور غونډه ترسره شوه

د لوړو زده کړو د نوماند سرپرست وزير تر رياست لاندې، د لوړو زده کړو وزارت له پاره، د درېیمې ملي ستراتيژيک پلان د جوړولو جلسه دايره شوه.
په دې جلسه کې چې معينان، سلاکاران، د مرکزي ادارو رييسان او د HEDP مسولينو هم حضور درلود، د لوړو زده کړو د وزارت پر ستراتيژيک پلان يې بحث وکړ.
د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير دوکتور عباس بصير د لوړو زده کړو د عملياتي پروګرامونو له پاره د ستراتيژيک پلان لرل ارزښت لرونکي وبلل او زياته يې کړه چې د لوړو زده کړو د ستراتيژيک پلان د ليدلوري له جوړې شوې طرحې پرته به د عملياتي ليدلوري د پلي کولو چارې سختې وي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزير وويل، د ستراتيژيک پلان ارزښت په دې کې دی چې د لوړو زده کړو وزارت کړنې تعريف کړي او هغو تجربو ته په پام سره چې د مخکينيو پلانونو په بهير کې ترلاسه شوې دي، درېيم ستراتيژيک پلان به د اوسنو اړتیاوو او غوښتنو په پام کې نيولو سره نور هم غني کړي.
د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير د ستراتيژيک پلان د جوړولو د جلسې له ټولو غړو وغوښتل چې د درېيم ستراتيژيک پلان د جوړولو په برخه کې هڅه وکړي او په يوې ګډې هڅې سره ډېر ژر هغه په راتلونکې جلسه کې د تاييد له پاره تيار کړي.