د بلخ پوهنتون علمي کادري بستونه

Publish Date
Closing Date
د بلخ پوهنتون ۱۳۹۹ کال لپاره په لاندې برخه کې علمي کادري بست اعلان ته سپاري او د یاد بست لپاره د دوکتور او یا ماسټر په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
۱_ د اقتصاد پوهنځی
د احصائيي څانګه (۱) بست بیا ځلې
داوطلبان کولی شي د ۱۳۹۹ کال د تله (میزان)۲۲ څخه د ۱۳۹۹ کال د لړم(عقرب) تر۶ پورې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې د علمي کادر غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصلي ټرانسکرپټ، د وزارت له ویب پاڼې څخه د همدې خبرتیا کاپي او د تابعیت تذکرې له کاپي سره یو ځای، اړوند پوهنتون ته وسپاري.