له سرحد بهر اسنادو ارزونه او د دولتي محصلينو چارو رياستونو اداري اسناد ډېجېټل کېږي

د دولتي پوهنتونونو د محصلانو چارو او د بیرون مرزي تحصيلي اسنادو د ارزونې ریاست مراجعینو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه په خپل کاري بهير بیا کتنه کوي.
په هغه غونډه کې چې د احصاييې او معلوماتو ادارې استازو او متخصصانو د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د مرستيال پوهندوی سیدفرهاد شهید زاده سره؛ په داسې حال کې چې د محصلانو چارو د دولتي ریاست رئيس پوهنوال محمد شریف هم ګډون درلود، په یادو ریاستونو کې مراجعینو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په تخنیکي همکاریو او لارو چارو بحث وشو.
د محصلانو چارو معین سید فرهاد شهيدزاده د اداري اسنادو ډیجیټلي کول یوه مهمه اړتیا وبلله او ویې ویل: د اسنادو ډیجیټلي کول د سیستم د ساده کولو، شفافیت او د خدماتو د کاري چټکتیا لامل ګرځي.
همداراز د دولتي محصلانو د چارو رئیس پوهنوال محمد شریف وویل ؛ په دې اړه د دولتي محصلانو ریاست د نوي ډيزاین او بیا کتنې هر اړخیز مطالعات پیل کړي دي او د موجوده حالت په څیړلو سره به د خدماتو وړاندې کولو په ټولو سیستمونو کې نوي سهولتونه او د خدماتو د اسانولو لپاره د لاسرسي زمینه برابره کړي.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د معلوماتو او احصایې متخصصان د دولتي محصلانو د ريیس پوهنوال محمد شریف سره په ګډه؛ په دې برخه کې بیا کتنه وکړي او په یادو ریاستونو کې د خدماتو د ساده کولو په برخه کې لازمې څيړنې تر سره کړي او له هغه وروسته يې په راتلونکو ناستو کې د یو هوکړه لیک او د کاري حوزو د تفکیک په برابرولو سره؛ د دواړو ادارو نظریات د تطبیق لپاره منسجم کړي.