د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير د ترکيې د پوهنې بنسټ له رييس سره وکتل

د دې ليدنې مقصد د لوړو زده کړو وزارت په همغږۍ د تحصيلي بورسونو ورکړه، د دواړو هېوادونو د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي او څېړنيزو همکاريو جوړول او د ترکيې د پوهنې بنسټ له لوري د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د مولانا جلال الدين محمد بلخي پوهنتون جوړول وو.
د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير د علمي تجربو د تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي اړيکو د پراختيا له پاره د ترکيې د پوهنې بنسټ د جوړولو د ستاينې تر څنګ ترکيه د افغانستان دوست هېواد وباله او زياته يې کړه چې افغانستان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا او همکارۍ ته ژمن وي.