د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا نوبتي غونډه وشوه

د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا نوبتي ناسته نن د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر په مشرۍ جوړه شوه او پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او تبادل نظر وشو.
په دې ناسته کې د اجنډا له مخې د لوړو زده کړو په ځینو بنسټونو کې د حضوري درسونو پیل، د درسي منابعو ژباړې او تالیف چلنلارې، د لېسانس دورې درسي کتابونو د ژباړې او تالیف طرحه او د درسي منابعو خپرول او چاپ طرحه، د نارینوو لیلیو محصلانو او اعاشې او اباته او بدل اعاشه تفویض او تعدیل طرحه او نور موضوعات مطرح شول او د ناستې د غړو لخوا بحث او تبادل د نظر وشو او په اړوند یې وړ پرېکړې وشوې.