کابل د طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" آنلاین مجلې د ویب سایټ کار بشپړ شو

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۵:۵۰
ختم کار ویب سایت ژورنال

د کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" آنلاین مجلې د ویب سایټ کار چې دوه میاشتې مخکې پیل شوی و، بشپړ شو.

هغه غونډه چې په دې اړوند کابل طبي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د یاد پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور وحید الله مومند استادانو ته مبارکي وویله او د یاد طبي پوهنتون علمي آنلاین مجلې د ویب سایټ د کار د پروسې بشپړیدل یې د علمي فعالیتونو په برخه کې یو اړین ګام وبللو.

دوکتور مومند لیکل او لوستل د یو علمي بڼسټ له ځانګړنو څخه وبلل او زیاته یې کړه: "هغه ملت چې لوستا کوي او لیکل نه کوي تجربې تکراروي او هیڅکله پرمختګ نشې کولای." پوهاند وحید الله مومند زموږ ګران هیواد یو وخت د علم او افکارو د تولید په برخه کې د سیمه ییزو هیوادونو په کچه پرمختللی هیواد یاد کړ او ویې وویل: "هیڅ شخص او ټولنه د ژوند په هیڅ برخه کې که هر څومره یې پرمختګ کړی وي د علم او افکارو تولید ته اړتیا لري او موږ د نورو هیوادونو په پرتله خپلې روښانه علمي راتلونکې لپاره ډیر کار او زیار ته اړتیا لرو."

وروسته په علمي څیړنیزو چارو کې د لوړو زده کړو وزارت سلاکار دوکتور محمد وسیم اقبال په طبي برخو کې د آنلاین علمي مجلې خپرولو د ویب سایټ چمتو کولو لپاره د یاد پوهنتون له کار او هڅو څخه مننه وکړه او هغه یې په طبي پوهنتون کې د څیړنیزو معیارونو د بنسټیز کولو لپاره مؤثره او پر وخت هڅې وبللې.

دکتور اقبال په پوهنتونو کې علمي او څیړنیز انسجام د هیواد د پرمختګ لامل وبلل او ویې ویل: "موږ که هر څومره زیات علمي تولیدات ولرو د ژورنال او علمي پرتلې ځانګړتیاوو او نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو نه بغیر هیڅ ډول علمي اهمیت نلرو"

د لوړو زده کړو وزارت سلاکار وویل: "د پوهنتونو د پیژندلو او په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې د علمي سیالۍ صحنې ته راوړلو لپاره، موږ هڅه کړې ده تر څو د ISSN جواز ترلاسه کړو او د علمي مؤثرو برنامو په طرحه کولو سره خپل فعالیتونو معیاري او خپل علمي بڼسټونه د نړیوالو لپاره د منلو وړ وګرځوو."

همدارنګه د یاد پوهنتون استاد او د علمي څیړنو د مرکز آمر پوهاند عبدالواسع سلطاني، د لوړو زده کړو وزارت او ډاکټر محمد وسیم اقبال له پاملرنې څخه چې د کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علی ابن سینا" مجله یې بیا احیاء کړه، مننه وکړه.

ختم کار ویب سایت ژورنال

د علمي څیړنو مرکز آمر وویل چې د کابل طبي علومو پوهنتون د مجلې د آنلاین خپرونې لپاره د ویب سایټ کار بشپړ شوی او ډیر ژر به په رسمي توګه پرانیستل شي.

یاد مراسم د لوړو زده کړو وزارت سلاکار ډاکټر محمد وسیم اقبال ته د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا د پلاوي لخوا د مننې یوې لوحې قاب په ورکولو سره پای ته ورسیدل.

آخرین اطلاعیه ها

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۵:۴۶
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدین وسیله به تآسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده میشود، {وزارت تحصیلات عالی} در نظر دارد، قرارداد پروژه تهیه و تدارک کتب درسی پوهنحی شرعیات پوهنتون . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۵:۲۵
Background image

اعلان برنده گی 

 

تاریخ: ۰۳/۰۹/۱۴۰۳ مطابق به .م.۲۱/۰۵/۱۴۴۶

عنوان: در رابطه به پروژه ترمیم و نوسازی بخش اول سرک ها و پیاده رو های داخلی پوهنتون تعلیم وتربیه کابل

شماره دعوتنامه داوطلبی: MOHE/KEU/1403 . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۱:۲۰
Background image

نخستین کنفرانس بین المللی انقلاب سبز خودکفایی افغانستان آغاز شد

 

در این کنفرانس که در ولایت کندهار آغاز شد؛ محترم شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم سرپرست وزارت تحصیلات عالی، مولوی عطا الله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی ذبیح الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۶:۵۵
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی ضمن دیدار با استادان، داکتران و کارمندان پوهنځی طب و شفاخانه تدریسی پوهنتون کندهار، از جامعه ابراهیم النخعی رحمة الله نیز دیدن کرد.

محترم شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم صاحب سرپرست وزارت تحصیلات عالی در جریان سفر رسمی خویش به ولایت کندهار برعلاوه دیدار از جامعه ابراهیم النخعی رحمه الله، با استادان، داکتران و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۶:۳۳
Background image

کلستر مرحله نخست و گروپ اول برنامه های لیسانس رشته های زراعت نهاد های تحصیلی کشور پایان یافت.

کلستر مرحله نخست و گروپ اول ۱۲ رشته زراعت برنامه های لیسانس نهاد های تحصیلی کشور با اشتراک رؤسای پوهنځی های زراعت، آمرین دیپارتمنت ها، استادان و نمایندگان ادارات ذیربط موفقانه خاتمه. . .

BACK TO NEWS