د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد د پوهنتونونو د فارمسي او وترنري علومو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا دویم دور کلسټر په پایناسته کې ګډون وکړ

د یاد کلسټر په پایناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل: «هر څومره چې د ژوند چارې متنوع کېږي، په هماغه کچه په نصاب کې تغییراتو ته اړتیا پېښیږي.» نوموړي زیاته کړه چې د نصاب بیاکتنه او پراختیا یوه دوامداره پروسه ده او د نړۍ نصابونه چې معیاري او پرمختللي شوي ډېر پړاوونه یې طی کړي دي.
همدارنګه د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی دوکتور عبدالجبار څپاند په رسینو کې هغو شایعاتو ته په غبرګون کې، چې ګواکي نظام نصاب بدلوي، وویل چې د وخت اړتیاوو ته په کتو په تحصیلي نصاب کې تغییرات راځي او دا چاره د هرې برخې د متخصصینو له لوري کېږي، چې هېڅ ډول فکري نفوذ ته پکې مجال نشته.
ورسته د فارمسي او وترنري پوهنځيو د کلسټرونو استازو د خپل ۵ ورځني ټیمي کار پایلې شریکې او د اړوندو پوهنځيو ستونزې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.