د شفاء لوړو زده کړومؤسسې علمي کادري بستونو خبرتیا !
Closing Date
شفاء لوړو زده کړو مؤسسه لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا ، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د فارمسي پوهنځی
عمومي ډيپارټمنټ (۴) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۵/۱۱/۱۴۴۴ هـ.ق څخه تر ۵/۱۲/۱۴۴۴هـ.ق پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.