د کابل پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !
Closing Date
کابل پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره دوکتورا، ماسټرۍ (pharm D) په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د فارمسي پوهنځی:
فارمکولوژي ډيپارټمنټ (۱) بست، دوکتور او ماسټر (pharm D)
مایکروبیولوژي ډيپارټمنټ (۲) بسته، دوکتور او ماسټر (pharm D)
فارمسي شیمیک ډيپارټمنټ (۱) بست، دوکتور او ماسټر (pharm D)
د معلوماتي تکنالوژي پوهنځۍ :
د ساینس اوانجنیري معلوماتو ډيپارټمنټ (۱) بست دوکتورا اویا ماسټري
د کرنې پوهنځی:
حیواني علومو ډيپارټمنټ (۲) بسته، دوکتور او ماسټر.
د وترنرۍ پوهنځی:
کلینیک ډيپارټمنټ (۱) بست، دوکتور او ماسټر (DVM).
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۲ /۱۲/۱۴۴۴ هـ.ق څخه تر ۱۳/۱ /۱۴۴۵هـ.ق پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.