داوطلبۍ به د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
موضوع: د مخابراتي انتن پايې دوه ملکيتونو داوطلبۍ(بولۍ) خبرتیا !
د لوړو زده کړو وزرت په پام کې لري، چې خپل دوه ملکيتونه د بند سر افر په بڼه د بولۍ اعلان ته وسپاري، چې ځانګړتیاوې يې په لاندې ډول دي:
۱ـ د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون انګړ دننه د (۲۳۰) متر مربع په مساحت مخابراتي انتن پايې ملکيت.
۲ـ د لوړو زده کړو وزارت انګړ دننه د ( ۲۵۵) متر مربع مساحت په مخابراتي انتن پايې ملکيت.
هغه مخابراتي شرکتونه چې غواړي پورته ذکر شويو ملکيتونو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې وروسته تر (۲۱) ورځو پوري خپلې غوښتنپاڼې د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا ریست د املاکو او اسکانو امريت (۱۴) اطاق ته، چې کابل ښار څلورمه کارته کې واقع دی، وسپاري او وروسته له کتلو شرطنامه د (۲۰۰۰) نقدو افغانیو په بدل کې د واپسۍ پرته ترلاسه کړي.
د یادو دوه ملکيتونو د داوطلبۍ غونډه به په یو ویشتمه ورځ د سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا ریاست د املاکو او اسکانو آمریت دفتر کې دايرېږي.