د تخار او بدخشان پوهنتونونو د اداري بستونو لپاره د رقابتي ازموینې پروسه د لوړو زده کړو وزارت د حقوقي مشاور شيخ عبدالله سيحان په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، تخار ولایت استازو، د تخار او بدخشان پوهنتونونو د رهبرۍ او په شرایطو برابرو داوطلبانو په شتون ک
د دې پروسې په ترڅ کې د بدخشان پوهنتون رئيس مولوي نظرمحمد نيازي د ازموينې د شفافيت او امانت خپل اهل ته سپارلو په اړه داوطلبانو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل: « د یادو دوه پوهنتونونو ٢٤ بستونه ته چې ازاد رقابت ته وړاندې شوې و، د ٩٠٠ څخه زياتو کسانو پکې برخه اخيستې وه او موږ ژمن يو چې مسؤوليتونه د وړتیا او لیاقت پر بنسټ اهل ته وسپارو.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د ظرفیت لوړونې امر عبیدالله مولایي د آزموینې د اخیستو طرزالعمل، د ورقو د سمون او د پایلو اعلان نوماندانو ته ولوست.
په پای کې د تخار پوهنتون رئیس مولوي کمال الدین منیب تخار پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت او د بدخشان پوهنتون پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ګډونوالو ته یې د بریالیتوب هیله وښوده.
نېټه: یکشنبه
۲۰/۵/۱۴۴۵هـ ق ۱۲/۹/۱۴۰۲هـ ش ۳/۱۲/۲۰۲۳م