د لوړ زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي شورا له غړو او د څانګو له امرینو سره په جلا جلا ناستو کې وکتل.
په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي شورا غړو د لویې جرګې خیمه کې د غونډو پر مهال د محصلینو د رخصتېدو، په یاد پوهنتون کې د ۳۰۰ بستریز روغتون د تېر شوي سړک او ملي تدارکاتو انستیتوت موجودیت، د ټولګیو او کتابتون لپاره د معیاري ودانیو د کمبود ستونزې شریک کړې. همدا راز وړاندیز یې وکړ چې د هېواد په سترو او کوچنیو پروژو کې د دغه پوهنتون له استادانو سره مشورې وشي او د محصلینو د عملي کارونو لپاره لا زیات فرصتونه رامنځ ته شي.
د علمي شورا غړو زیاته کړه چې کابل پولي تخنیک پوهنتون د فوق لېسانس نویو برنامو د ایجاد لپاره د شرایطو په برابرولو کار کوي.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل پولي تخنیک پوهنتون مسؤلینو ته د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل: «د رئیس الوزراء د حکم پر اساس به تر دې وروسته کوچنۍ ناستې د لویې جرګې په خیمه کې نه جوړیږي او د محصلینو په درسونو کې به ځنډ نه راځي.» دغه راز د یاد پوهنتون مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ چې د ۳۰۰ بستریز روغتون او ملي تدارکاتو اړوند ستونزو په اړه به له مسؤلینو سره خبرې وکړي.
ښاغلي وزیر د پولي تخنیک پوهنتون مسؤلینو له لوري د فوق لېسانس برنامو د ایجاد هڅې او د استادانو د زیات تدریس ستاینه وکړه او په دې برخو کې یې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا غړو سره ژمنه وکړه چې د ا.ا.ا له سکتوري وزارتونو او ادارو سره به د هغوی اړیکې جوړوي او د دوی له استعدادونو به د هېواد په اساسي رغونه کې ګټه اخلي.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د څانګو له امرینو سره په جلا ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او سپارښتنه یې ورته وکړه چې له استادانو او محصلینو سره ښه چلند وکړي، د استادانو او محصلینو ستونزې حل او یووالي ته یې راوبولي.
د یادونې وړ ده چې کابل پولي تخنیک پوهنتون ۸ پوهنځی او ۳۲ ډیپارټمنټونه لري، چې هر کال سلګونه انجنیران ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کوي.